بهارتي سپريم کورټ هم جنس پرستي قانوني اوګرځوله

0
107
بهارتي سپريم کورټ هم جنس پرستي قانوني اوګرځوله

بهارتي سپريم کورټ هم جنس پرستي قانوني اوګرځوله يعني بهارت کښي به وس هم جنس پرستي جرم نه ګنړلے کيږي
بهارتي ميډيا مطابق د سپريم کورټ پينځه کيسزه بنچ متفقه فيصله کښي د قانون،، دري سوه اووه اوويا،، شق منسوخ کړے دے،دغه شق لاندے هم جنس پرستي جرم وو
بهارتي سپريم کورټ چيف جسټس ديپک مشرا فيصله اورلو په موقع اووئيل چي هم جنس پرستو ته هم د ملک د نورو شهريانو په رنګ د برابر حقوق ترلاسه دي
فيصله کښي وئيلي شوے دي چي دوه بالغ کسان خپل مينځي رضامندي سره جنسي تعلق قائمولے شي او د قانون دري سوه اووه اوويا شق د انساني حقوق خلاف وو
د سپريم کورټ په فيصله مسلمانانو،عيسايانو،هندوانو او د نورو مذاهب پيرو کارو د افسوس ولي د هم جنس پرستو د حقوق لپاره کارکونکو د خوشحالئ اظهار کړے دے
باولي ووډ سټارز پريټي زنټااوکرن جوهر هم په ټوئټر پيغامات کښي د سپريم کورټ فيصله ستائيلے ده