بهارتي فوج د وزيراعظم آزاد کشمير فاروق حيدر په هيلي کاپټر ډزے کړے دي

آرټيکل درے سوه اويا ختمولو نه به زيات نقصان دکشميراولس کيږي: راجه فاروق حيدر

بهارتي فوج د وزيراعظم آزاد کشمير فاروق حيدر په هيلي کاپټر ډزے کړے دي،ډزو نه پس د فاروق حيدر هيلي کاپټر په خيريت سے راکوز کړے شوے دے
د آزاد کشمير وزيراعظم فاروق حيدر د وزير چوهدري عزيز د رور په مړينه لاس نيوے له روان وو چي ايل او سي سره نزدے تروړي سيمه کښي پرے بهارتي فوج ډزے اوکړے،ډزو نه پس د فاروق حيدر هيلي کاپټر ضلع حويلي کښي په حفاظت سره راکوز کړے شو،فاروق حيدر او د هيلي کاپټر نوره عمله په خيريت سره ده
بهارتي چارواکو ته د وزيراعظم آزاد کشمير د دورے وړاندے نه اطلاع ورکړے شوے وه،د هيلي کاپټر رنګ هم سپين وو او بهارتي فوج ته معلومه وه چي دا فوجي نه بلکه سول هيلي کاپټر دے خو د دے باوجودپرے هغوي ډزے اوکړے
بهارتي ميډيا هم پونچ سيکټر کښي په هيلي کاپټر د فائرنګ خبرورکړے دے خو وئيلي دي چي هيلي کاپټر د بهارت فضائي حدودو خلاف ورزي کړے ده