بهارتي فوج شوپيا ضلعه کښې په ډزو نور څلور کشميريان شهيد کړيدي

0
14
بهارتي فوج شوپيا ضلعه کښې په ډزو نور څلور کشميريان شهيد کړيدي

مقبوضه جمو و کشمير کښې د هندوستان د ظلمونو سلسله دوامداره ده،بهارتي فوج شوپيا ضلعه کښې په ډزو نور څلور کشميريان شهيد کړيدي،حريت پسندو سره نښته کښې د هندوستان يو فوجي مړ او درې نور ژوبل شويدي
کشمير ميډيا سروس مطابق د مقبوضه وادې شوپيا ضلعه کښې بهارتي فوج په ډزو څلور کشميري وګړي شهيد کړي چي ورسره روانه مياشت کښې د هندوستاني فوج په ډزو کښې شهيد شوي کشميريانو شميره يوکم څلويښت ته رسيدلې ده
کشمير ميډيا سروس وائي چي شوپيا ضلعه کښې د حريت پسند او بهارتي فوج ترمينځه نښته هم شويده چي پکښې يو هندوستانې فوجي مړ او دري نور ژوبل شويدي،دغه رنګ سمبا سيمه کښې چاودنه شوي چي پکښې بارډر سيکيورټي فورس يو اهلکار وژلي شويدې
کشمير ميډيا سروس زياته کړيده چي سيمه کښې د انتظاميي لخوا د موبائل فون او انټرنيټ سروس هم معطل کړې شويدې
د يادونې وړ ده چي تيره ورځ هم شوپيا ضلعه کښې د بهارتي فوج په ډزو دوه کشميري وګړي شهيد شوي وو چي وروستو ئي مقبوضه وادې کښې احتجاجي مظاهرې هم شويدې