بهارتي فورسز طرف نه د لائن اف کنټرول مختلفو سيکټرو باندي د بلا اشتعال فائرنګ سلسله جاري

د بهارتي فوج لخوا د لائن آف کنټرول خلاف ورزي په نيتجه کښې درې کسان ژوبل شوي

بهارتي فورسز طرف نه د لائن اف کنټرول مختلفو سيکټرو باندي د بلا اشتعال فائرنګ سلسله جاري ده او د راولاکوټ مختلفو سيکټرو باندي ئي نا ترڅه ډزي کړي، چي پکښي يو کس ژوبل شوي او پاک فوج هم بهر پور جوابي کاروائي کړيده
تفصيلاتو ترمخه بهارتي فورسز يو ځل بيا راولاکوټ کښي بټل، مدار پور، سيهړا او دره شير خان سيکټرو باندي ناتر څه ډزي کړيدي
د بهارتي فورسز ډزو کښي يو کس ژوبل شويدي، بهارتي فورسز ډزو باندي پاک فوج هم جوابي کاروائي کړي او د دښمن توپي ئي خاموشه کړيدي
ياده دي وي چي تير څو ورځو دوران د بهارتي فورسز بلا اشتعال ډزو کښي اضافه شوي او پاکستاني فوج هم بهر پور جوابي کاروائي کوي