بهارتي قامي ټاکنو کښي بالي ووډ سټارز هم کامياب شوي دي

0
114
بهارتي قامي ټاکنو کښي بالي ووډ سټارز هم کامياب شوي دي

بالي ووډ سټارز به اوس د سکرين په ځائے لوک سبها کښي په نظر راځي،د بهارت موجوده قامي ټاکنو کښي ګڼ شمير بالي ووډ سټارز برخه اخستي او لوک سبهاته رسيدلي دي
د بهارت لوک سبها يعني ايوان زيرين پنځه سوه دوه څلويښت نشستونو کښي د بالي ووډ سپر سټارز هم قسمت آزمائي کړيده او ځيني پخپل کوشش کښې کامياب شويدي
د غير حتمي او غير سرکاري نتيجو ترمخه اداکاره هيما ماليني،کرن کهير،ټي وي اداکاره سمريتي ايراني،اداکار راج ببراو فلم سټار سني ديول د کامياب اميدوارو په زغل کښي شامل دي ولي سپر سټار شترو ګن سنها او ارميلا مټونډکر خپل سيټونو ګټلو کښي ناکامې سره مخ دي
بهارتي کريکټر ګوتم ګهمبير به هم اوس د کرکټ ګراؤنډ په ځائے لوک سبها کښي چکي او چوکي وهي