بهارتي پوځ په ايل او سي بلا اشتعال ډزو کښې څلور عام وګړي ژوبل شوي

0
56
بهارتي پوځ په ايل او سي بلا اشتعال ډزو کښې څلور عام وګړي ژوبل شوي

بهارتي پوځ په ايل او سي ليپه سکيټر بلا اشتعال ډزې کړي ، آئي ايس پي آر وائي چې ډزو کښې څلور عام وګړي ژوبل شويدي ، پاک پوځ هم هندي پوځ ته غاښ ماتې جواب ورکړے او د هند توپې ئې خاموشه کړيدي
د آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان ترمخه بهارتي فوج په ايل او سي ليپه سيکټر باندې فائرنګ کړيدے چې پکښې څلور عام وګړي ژوبل شويدي
آئي ايس پي آر وائي چې هندوستاني پوځ د نور کله په رنګ قسدا شهري آبادي په نښه کړيده
آئي ايس پي آر مخکښې وائي چې ژوبل کسانو کښې ظهير ، ناصر ،منير او شوکت نومې کسان شامل دي او تعلق ئې د بجلدار او بټليا کلو سره دې
آئي ايس پي آر زياتوي چې پاک پوځ د هندو ډزو خلاف موثره کارروائي کړيده او ورته ئې غاښ ماتې جواب ورکړيدے