بهارتي پوځ په لائن آف کنټرول شهري آبادي په نښه کړي

په لائن آف کنټرول د بهارتي پوځ بلااشتعال فائرنګ کښې د پاک پوځ ځوان شهيد شوي

بهارتي فوج يو ځل بيا په لائن آف کنټرول معصوم خلق په نښۀ کړي، تيره شپه ناوخته د مارټر ګوله لګيدو په نتيجه کښې يو يو ديارلس کلنه جينۍ ژوبل شويده ، بلخوا پاکستان بهارتي هائي کميشن سينئر افسر دفتر خارجه ته طلب کړے، د واقعے ئي مذمت کړے او احتجاج ئي ورته ريکارډ کړے دے ،
آئي ايس پي آر ترمخه بهارتي پوځ په نيزا پير او رک چکري سيکټر کښې په شهري آبادې ډزې کړيدي، او په کسته شهري آبادي په نښه کوي
آئي ايس پي آر وائي چې د بهارتي پوځ ډزو نه فتح پور او خواه شاه کلو کښې مارټر ګوله لګيدو لوجې يوه ديارلس کلنه ماشومه ژوبل شوېدي، کومه چې د علاج لپاره طبې مرکز ته منتقل کړي شويده
څرګنده دې وي چې د تيرو څو ورځو نه بهارتي پوځ لخوا د اوربندې خلاف ورزې سلسله راونه ده، تر اوسه د شهرې آبادي په نښه کولو سره څو وګړي شهيد او ژوبل شويدي
بلخوا پاکستان چارواکود بهارتي هائي کميشن سينئر افسر دفتر خارجه ته طلب کړيدې، د واقعے ئي مذمت کړے او احتجاج ئي ورته ريکارډ کړے دے