بهارتې سپريم کورټ د بابرې جومات زمکه هندوانو ته حواله کولو امر کړې

بهارتې سپريم کورټ د بابرې جومات زمکه هندوانو ته حواله کولو امر کړې

بهارتې سپريم کورټ هم د انتها پسند هندوانو په وړاندې بے وسه شوې او د انصاف قتل ئې کړېدے،بهارتې سپريم کورټ د بابرې جومات زمکه هندوانو ته حواله کولو او مرکزې حکومت ته د مندر جوړولو امر کړې
بابري مسجد متعلق بهارتي سپريم کورټ په فيصله سوشل ميډيا باندي خلقو سخت تنقيد کړې، سوشل ميډيا صارفينو ليکلي چي يو خوا پاکستان سکانو لپاره کرتارپور کهلاوهي ولي بلخوا بهارت بابري مسجد د ړنګولو فيصله کوي،
د بابري مسجد په زمکه مندر جوړولو په فيصله سوشل ميډيا باندي سخت تنقيد روان دے،
يو صارف ليکلي چي بهارت صرف په نوم د سيکولرزم دعوي کوي، نن ټولي دنيا اوليدل چي بهارت صرف يو هندو نيشنسلټ رياست دے،
يو بل تن ليکلي چي د دواړه ملکونو مختلف سماجي اقدار دي،يو خوا پاکستان د اقليت حقوق خيال ساتي او د سکانو لپاره کرتارپور کهلاوهي، ولي بلخوا بهارت د بابري مسجد په ځائے د مندر جوړولو فيصله کړيده،
يو بل ټويټري ليکلي چي پاکستان هغه ملک دے چرته چي هندوان، سکان، کرسچن او نور مذهبونو والا ازادي سره خپل عبادتونه کوي، مذهبي ازادي حوالي سره د قايد اعظم او ګاندهي په سوچ کښې لوئي فرق وو
بابري مسجد متنازعه فيصله، بهارتي سرکار د احتجاجونو قابو کولو لپاره ايودهيا او فيض آباد کښې د سيکيورټي سخت انتظامات کړيدي، په زرګونو سيکيورټي اهلکار ئي ځائے په ځائے اودرولي دي، سکولونو نه هم په عارضي جيلونه جوړ شويدي
بابري مسجد فيصلي ورستو د مسلمانونو احتجاجونه کنټرول کولو لپاره بهارتي حکومت په فيض آباد او ايودهيار کښې د سيکيورټي سخت ګامونه پورته کړيدي
بهارتي حکام لخوا په زرګونو سيکيورټي اهلکار ځائے په ځائے تعينات کړي شويدي او دي سره سره د سکولونو نه عارضي جيلونه هم جوړ کړې شويدي
د خلقو په ګنړه ګونړه جوړولو باندي هم پابندي لګولې شويده او د عدالتي فيصلي خلاف اواز پورته کولو باندي د سختي کارروائي احکامات جاري کړے شويدي