بهارت خلاف ګرين شرټس په بيلات باندې سخت خفا شوې يم،عامر خان

بهارت خلاف ګرين شرټس په بيلات باندې سخت خفا شوې يم،عامر خان

پاکستاني نژاد برطانوي باکسر عامر خان وئيلي دي چې د ګرين شرټس کرکټ کښې هند باندې د بيلات بدله به د بهارتي باکسر نه د باکسنګ په مقابله کښې اخلم ، وائي چې پاکستاني لوبغاړو کښې ټيلنټ شته خو لږ ورسره د محنت ضرورت دے
پاکستاني نژاد برطانوي باکسر عامر خان يو خپل بيان کښې وئيلي دي چې د بهارت خلاف ګرين شرټس په بيلات باندې سخت خفا شوې يم او دا بدله به زه د بهارتي باکسر نيرج ګويت نه باکسنګ په مقابله کښې اخلم
د عامر خان او بهارتي باکسر به دا مقابله سعودي عرب کښې دولسمه جولائۍ باندې کولې شي
عامر خان اووئيل چې پاکستان لوبغاړو کښې ټيلنټ شته خو لږ ورسره د محنت ضرورت دے او دا چې که هغه پاکستاني لوبغاړو دفټنس مشورې ورکړې نو دا به د هغه لپاره ډېره د خوشحالۍ خبره وي
واضحه دې وي چې عامر خان دې مقابلې کتلو لپاره وزيراعظم عمران خان ته د وړاندې دعوت ورکړيدے