بهارت کښې د رام مندرپرانستې دستورې کښې شرکت کولولپاره مودي سرکارماته هم دعوت راکړې وو,رميش کمار

بهارت کښې د رام مندرپرانستې دستورې کښې شرکت کولولپاره مودي سرکارماته هم دعوت راکړې وو,رميش کمار

د پي ټي آئي قامي اسمبلې غړي او پاکستان هندوکونسل چئيرمين رميش کمار وئيلي دي چې بهارت کښې د رام مندر پرانستې دستورې کښې شرکت کولو لپاره مودي سرکار ماته هم دعوت راکړې وو خو ماچرته هم نه دې پړهاو کړي چې مندر جوړولو لپاره د الله کور وران کړه، وائي چې مودي دې رمائن باندي عمل او انسانيت سره دې مينه اوکړي.د پاکستان هندو کونسل چئيرمين ډاکټر رميش کمار هندوستان کښې يوولس هندو پاکستانيانو قتل په معامله خبري غونډه کړې.خبري غونډې ته رميش کمار وئيلي دي چې بهارت کښې د يوولس هندوانو قتل په معامله هغوئي بهارتي هائي کميشن کښې احتجاجي قرارداد جمع کړيدې.ډاکتر رميش کمار دا هم وئيلي دي چې آئنده لائحه عمل او حکمت عملي به څه وي په دې اړه به ډير وړاندې کوومه او دا چې اسلام آباد ته په شارټ نوټس باندې دهرنې دپاره راغلي خلقو ډيره شکريه ادا کوومه.د هندو کونسل چئيرمين زياته کړيده چې بهارت په مقبوضه کشمري کښې هم د خلقو آواز دباوهلو دپاره تير يو کال نه کرفيو لږوليده ،اسلام آباد کښې احتجاجي دهرنې مقصد هندوستان کښې کيدونکي ظلمونو خلاف د هندو برادرې آواز ريکارډ کول وو