بهارت کښې د کورونا بدترين صورتحال ، ائى پى ايل ملتوى

بهارت کښې د کورونا وائرس بدترين صورتحال، بهارتي کرکټ بورډ بعضې لوبغاړو کښې د کورونا تصديق نه پس آئي پي ايل د نامعلومه وخت پورې ملتوي کړيدے

د ميډيا رپورټس ترمخه بهارتي کرکټ بورډ کورونا کيسونو کښې زياتوالي او ځني لوبغاړو کښې د کورونا تصديق نه پس انډين پريميرليګ د نامعلومه وخت پورې ملتوي کړيدے دې نه وړاندې بهارت کښې د کورونا وائرس کيسونو کښې اضافې نه پس ځني غير ملکي لوبغاړو ايونټ نيمه کښې هم پريښودې وو او خپل ملک ته واپس تلي وو ميډيا رپورټ داهم وئيلي چې کومو لوبغاړو او ټيم سټاف کورونا ټيسټ مثبت راغلې په هغې کښې لکشمي بالاجي،ورن چکرورتي ،سنديپ واريرز او نور يو شمير لوبغاړو شامل دي