بونير کښې وژلي شوي نولس کلنې جينې صنم کيس کښې پرمختګ شوي

بونير کښې وژلي شوي نولس کلنې جينې صنم کيس کښې پرمختګ شوي

بونير کښې د غيرت په نامه وژلي شوي نولس کلنې جينې صنم کيس کښې پرمختګ شوي، پوليس وائي چي دصنم موبائل فون او د سيم ډيټا ئي ترلاسه کړې او ډير زر به ملزمان ګرفتار کړې شي بلخوا د صنم پلار د هغې د قتل دعوي پخپل ځوم کړې
د بونير ايلې کلي کښې د وژلي شوي جينې صنم جان کيس کښې پرمختګ شويدې،پوليس ترجمان مطابق د وژلي شوي جينې صنم جان موبائل او سيم ډيټا ئي ترلاسه کړې او ډير زر به ملزمان اونيولې شي
د بونير پوليس مشر محمد ارشاد خان وئيلي دي چي په سائنسي بنيادونو د دې کيس تحقيقات روان دي او د کيس د هر اړخ نه جائزه اغيستې شي،ډير زر به ملزمان د پوليس په ګرفت کښې وي
بلخوا د وژلي شوي جينې صنم پلار محمد حسين خپل ځوم دعوايداري کړې او وئيلي دي چي دې قتل کښې د هغه ځوم ملوث دې ولي تر دې دمه د کيس ايف آئي ار نه دې درج کړې شويدې