بيرسټر محمد على سيف د سينيئر صحافی حافظ ثناء الله په وفات د افسوس اظهار کړې

د خیبر پختونخواه وزیر اعلی محمود خان او د معاون خصوصي اطلاعات بيرسټر محمد علي سيف د سنئیر صحافی او د جرنلزم څانګې پېښور یونیورسټۍ باني چیئرمین حافظ ثناء الله  په وفات د افسوس او د لواحقينو سره  ئې  د تعزيت څرګندونه کړې ده،

وزیر اعلیٰ محمود خان او بيرسټر محمد علي سيف د مرحوم سنئیر صحافی حافظ ثناءاللہ لپاره د مغفرت او د پسماندگانو لپاره ېې د صبر جمیل دعاګانې غوښتي دي‌، د مرحوم کورنۍ ته ېې تسلیت ورکړی او د هغوی مرګ ېې د جرنلزم څانګې پېښور یونیورسٹۍ نقصان ګنلی. وزیر اعلیٰ محمود خان د صحافت په څانګې کښې د سنئیر صحافي مرحوم حافظ ثناءاللہ خدمتونو ستائيلي دي او زياته کړې ېې ده چې د صحافت په برخه کښې به د دوي مرستې تر پايه يادې ساتلی شي