بيلټ بکس او د اليکشن سره ټړلې ټول سامان جنوبې وزيرستان ته رسولې شويدې

قبائلې ضلع جنوبې وزيرستان په صوبائي حلقه يوسل ديارلسم او په څوارلسم کښي به په راتلونکې ورځ باندې عام ټول ټاکنې کيږې چې لپاره ټولې تياريانې مکمل کړې شوې دي ،بيلټ بکس او د اليکشن سره ټړلې ټول سامان جنوبې وزيرستان ته رسولې شويدې
د قبائلې ضلعو انضمام ورستو په جنوبې وزيرستان پې کے حلقه يوسل ديارلسم او په څوارلسم کښي به په راتلونکې ورځ باندې عام ټول ټاکنې کيږې او اولس به د خپلې خوښې اميدوار ټاکې
په حلقه يو سل ديارلسم چرته محسود قام آباد دې ،دې حلقے څخه شل اميدواران په اليکشن کښې برخه اخستې او په دې حلقه به د مختلفو اميدوارانو د جميعت علما اسلام مولانا عصام الدين،آزاد اميدوار بريګيډئير قيوم شير او د پې ټي آئي اميدوار افسر خان او آزاد اميدوار عبد الوحيد خان ترمينځه کلکه مقابله متوقع دي
بلخوا د جنوبې وزيرستان په صوبائي حلقه پې کے يو سل څوارلسم باندې يوشت اميدواران په اليکشن کښې برخه اخستې او په دې حلقه به د مختلفو اميدوارانو د پې ټې آئي اميدوار نصير الله خان وزير ،پيپلز پارټې عمران مخلص،جميعت علما اسلام صالح محمد او آزاد اميدوار عارف خان ترمينځه کلکه مقابله متوقع دي
راتلونکې ورځ به د جنوبې وزيرستان په پې کے يو سل ديارلسم باندي به قريبا دوه لاکهه نولس زره نرينه او زنانه به خپل ووټ پول کوې چې لپاره په سيمه کښي يو سل درې نوې پولنګ اسټيشن قائم کړې شويدې
دغه رنګه د جنوبې وزيرستان په پې کے يو سل څوارلسم باندي به قريبا يو لاکهه اته شپيته زره نرينه او زنانه به خپل ووټ پول کوې چې لپاره په سيمه کښي اته نوې پولنګ اسټيشن قائم کړې شويدې
د اليکشن د سيکورټې په اړه کلک ګامونه پورته کړې شويدي ،څه قسمه بدې پيښي مخنيوې لپاره به پاک پوځ ،ليويز فورس او خاصه دار فورس په پولنګ اسټيشنو خپلې ډيوټيانې ترسره کوې