بينظير انکم سپورټ پروګرام کښې د سرکاري ملازمينو غبن په حقله ايف آئي اے تحقيقات مکمل کړي

بينظير انکم سپورټ پروګرام کښې د سرکاري ملازمينو غبن په حقله ايف آئي اے تحقيقات مکمل کړي

بينظير انکم سپورټ پروګرام کښې د سرکاري ملازمينو غبن په حقله ايف آئي اے تحقيقات مکمل کړيدي چې پکښې په څلريشت ملازمينو په ضد مقدمې درج کړے شويدي ، په ملازمينو کښې د زياتره تعلق د شورش زده علاقو سره دے
د ايف آئي اے لخوا جاري شوي معلوماتو ترمخه د درے سوه نه سيوا ملازمينو په ضد تحقيقات جاري دي او دا هغه ملازمين دي چې د بينظير انکم سپورټ پروګرام کښې د غبن کولو په وخت خپل ځان غير سرکاري
ملازمين ښکاره کړيدي
د ايف ائي اے لخوا تر اوسه څلريشت ملازمين نيولي شويدي چې ترے يو کروړ او دوه څلويښت لکهه روپۍ هم وصول کړے شويدي
ګرفتار ملازمينو به په دهوکه د بينظير انکم سپورټ پروګرام حقدارو نه رقم وصولولو او يا به ترے د لوے رشوت غوښتنه کوله