شپاړلس کاله پس ازخود نوټس سماعت لپاره مقرر،سپريم کورټ د بينکونو نه څلورپنځوس اربه روپے قرض اخستولو او معاف کونکي دوه سوه دويشت کسانو خلاف ازخودنوټس اوريددو لپاره مقرر کړي،دسپريم کورټ درې کسيزه بنچ به د کيس سماعت کوي
تفيصلاتو ترمخه د جسټس اعجاز الاحسن په مشرۍ کښې د سپريم کورټ درې کسيزه بنچ به په اووم جون دڅلورپنځوس ارب روپے قرضه معافۍ خلاف ازخود نوټس کيس سماعت کوي
سپريم کورټ په دغه اړه مقدمه کښې شامل فريقينو ته نوټسز هم جارې کړې دي
ياده دې وي چې د بينکونو نه قرض معاف کونکې دوه سوه دويشت تنانو پر ضد په کال دوه زره اووم کښې ازخود نوټس اخستې شوې وو