بين الافغاني مذاکراتو پرانيستې دستوري کښې شل ملکونو استازو دويډيو لنک په ذريعه ګډون کړي

بين الافغاني مذاکراتو پرانيستې دستوري کښې شل ملکونو استازو دويډيو لنک په ذريعه ګډون کړي

قطر کښې دبين الافغاني مذاکراتو پرانيستې دستوري کښې د سیمې او نړۍ د شاوخوا شلو ملکونو استازو دويډيو لنک په ذريعه ګډون کړي تقريب ته د ناټو ، يورپي يونين او اسلامي ملکونو تنظيم او ائي سي په شمول د يو شمير عالمي تنظيمونو نمائيندګانوهم وينا کړي
دقطر وزيرخارجه شيخ محمد عبدالرحمان التاني خپل افتتاحي خطاب کښي اوئيل چه نن مونږ له دماضي په تکليف ده او تلخ يادونوقابو موندل او د مستقبل فکرکول پکار دي.شيخ عبدالرحمان التاني اوئيل چه د افغانستان کشالي هيڅ فوجي حل ممکن نه دے، هغه زياته کړه چه تاريخ مونږ ته ښودلي چه فوجي طاقت افغانستان کښي دهيڅ يو تصادم حتمي نتيجه نه ده رابرسيره کړي قطري وزيرخارجه زياته کړه چي د افغان کشالې آخري حل جامع سياسي تصفيه ده او دغه رنګ د مسلے حل فوري اومستقل ډز بندي ده چه مزاکراتو ته لاره هواره کړي شي
په دي موقع د ناروے خارجه چارو وزيري اين ميري ايريکسن اوئيل چه چه نن دهاغه ټولو لپاره داميد ورځ ده څوک چه د افغانستان د څلويښت کلني کشالې پر امن حل خواهش مند ديه.د ناټو سيکرټري جنرل جينز سټولټنبرګ هم افتتاحي دستوري ته وينا اوکړه ، هغه زياته کړه چه د بيان الافغاني مزاکرات آغاز سره مونږ د افغان زير قيادت د افغانانو لپاره د امن په يوه نوي مرحله کښې داخل شوي يو، دناټو سيکرټري جنرل وينا وه چه افغانان امن غواړي او عالمي رورولي هم دامن خواهش لري.تقريب ته د يورپي يونين اويورپي کميشن سره سره د اسلامي کانفرنس تنظيم استازو ، دايران ،جاپان او برطانوي خارجه چارو وزيرانو هم ويناګاني اوکړي او د بين الافغاني مزاکراتو آغاز ئي د افغانستان کشالي امن ناکه هواري لړ کښي يو تاريخي ګام اوګرځو، ددي ملکونواستازو اوئيل چه په دي اوږد او مشکل لار کښي د افغانانو مرسته کوي چا چه په دي لار کښي لوئي قربانۍ ورکړي