بين الافغان مذاکراتو کښې وزيرخارجه شاه محمودقريشي د ويډيو لنک په ذريعه شرکت کړے

بين الافغان مذاکراتو کښې وزيرخارجه شاه محمودقريشي د ويډيو لنک په ذريعه شرکت کړے

بين الافغان مذاکراتو کښې وزيرخارجه شاه محمودقريشي د ويډيو لنک په ذريعه شرکت کړے، شاه محمودقريشي افتتاحي تقريب ته خطاب هم کړے، وائي چې بين الافغان مذاکرات د افغانستان په قيام امن کښې ډير مهم کردار لري، زمونږ د اول ورځ نه دغه موقف وو چې د افغان مسئلې حل د طاقت نۀ بلکه د خبرو اترو په ذريعه ممکن دے.وزيرخارجه شاه محمودقريشي وئيلي دي چې ډېره د خوشحالۍ خبره ده چې نن ټولې دنيا د پاکستان موقف تسليم کړو، د افغان قيادت لپاره دا اهم موقع ده چې مذاکراتو د لارې په افغانستان کښې مستقل او ديرپا امن قيام لپاره ځان ته لاره هواره کړي،شاه محمودقريشي زياته کړه چې پاکستان خپل مصلحانه کردار د خلوص نيت نه ادا کړے او راتلونکي وخت کښې به هم خپل مثبت کردار ادا کوي،افغان امن عمل کښې عالمي ورورولۍ له هم خپل بهرپور کردار ادا کول پکار دي، شاه محمودقريشي زياته کړيده چې اوس ضرورت د دې امر دے چې د تېرو وختونو غلطيانې دوباره ونۀ کړے شي، او افغانستان کښې د قيام امن دا خوب ريشتياشي