بين الافغان مذاکرات شروع کيدو وړاندے طالبانو مذکراتې ټيم کښې اهم تبديلې کړې

بين الافغان مذاکرات شروع کيدو وړاندے طالبانو مذکراتې ټيم کښې اهم تبديلې کړې

بين الافغان مذاکرات شروع کيدو وړاندے طالبانو مذکراتې ټيم کښې اهم تبديلې کړې دې،غير ملکې ميډيا دعوا کړې چې طالبانو مذکراتې ټيم کښې څلور نور مذکرات کار شامل کړې دې،د پخوانې مشر ملا محمد عمر ځوې ملا محمد يعقوب ئې د خپلې عسکرې څانګې مشر مقرر کړې دے
غير ملکې ميډيا دعوا کړې ده چې بين الافغان مذکرات شروع کيدو نه وړاندے طالبانو خپل مذکراتې ټيم کښې اهم تبديلې کړې ده،طالبانو څلور نور مذاکرات کار خپل ټيم کښې شامل کړې دې،خو د مذکرات کارو په حواله ئې نور تفصيلات نه دې ورکړې
غيرملکې ميډيا وائې چې د تنظيم سربراه ملا هيبت الله د مذکراتې ټيم نه عامر خان متقې هم لرے کړې دے
غيرملکې ميډيا د طالبان ذرائعو په حواله ليکلې چې د طالبانو امير ملا هيبت الله اخونزاده د طالبان تنظيم بانې ملا محمد عمر ځوے ملا محمد يعقوب د عسکرې څانګې مشر مقرر کړے دے
يو طالب رهنما غيرملکې ميډيا ته د نوم نه ښودلو په شرط وئيلې چې ملا هيبت الله اخونزاده د تنظيم په عسکرې او سياسې څانګو خپل کنټرول نور مضبوطولو لپاره دغه فيصلې کړې دې