بيګم صفدر اعوان صاحبه دې د عمران په بغض کښې خقائق نه مسخ کوي

مسئله کشمير باندې د صدر ټرمپ مصلحاتي کرادار د ستاينې وړ دے: فردوس عاشق اعوان

معاون خصوصي برائے اطلاعات فردوس عاشق اعوان وئيلي چي بيګم صفدر اعوان صاحبه دې د عمران په بغض کښې خقائق نه مسخ کوي،دي نه وړاندې هم آرمي چيفس د وزرائے اعظم سره په بيروني دورو تلي دي
د مريم نواز د وزيراعظم دوره امريکه په اړه ورکړې شوي بيان باندي اطلاعاتو لپاره خصوصي مرسيتالې فردوس عاشق اعوان خپل ردعمل په ټويټر ورکړې او وئيلي دي چي دي نه وړاندې يوسف رضا ګيلاني سره جنرل کياني د امريکې دوره کړې وه،دغه رنګ نواز شريف سره د سعودي عرب دورې په موقع جنرل راحيل شريف تلې وو،دي نه علاوه شاهد خاقان عباسي سره هم جنرل قمر جاويد باجوه د سعودي عرب دوره کړې وه،فردوس عاشق اعوان پوښتنه کړې چي آيا د دري وانړه وزارئے اعظم هم سلکټيډ وو