بي ارټي بسونو کښې اوورلګيدو وجوهات معلومولو لپاره چائينز وفد پيښور ته را رسيدلے

بي ارټي بسونو کښې اوورلګيدو وجوهات معلومولو لپاره چائينز وفد پيښور ته را رسيدلے

بي ارټي بسونو کښې پرله پسي اوور لګيدو وجوهات معلومولو لپاره چائينز وفد پيښور ته را رسيدلے،وفد به ګاډو کښې اوور د لګيدو د پيښو جاج اخلي او په دوه اويا ګهنټو کښې به رپورټ صوبائي حکومت ته وړاندي کويټرانس پيښور لخوا جاري شوي يو بيان مطابق بي ارټي بسونو کښې د يو مياشت دوران پرله پسي اوور لګيدو وجوهاتو معلومولولپاره چائنز وفد پيښور ته رارسيدلے دے،
ټرانس پيښور به چائينز کمپنئ وفد ته په بسونو کښې راپيښي شوي ټؤلي خرابياني په ګوته کوي،چائينز وفد به اوور د لګيدو واقعاتو او په بسونو کښې فني خرابۍ په اړه به دوه اويا ګهنټو کښې رپورټ جوړؤي کوم به چي صوبائي حکومت وړاندي کولے شي،
ياده دي وي چي بي ار ټي بسونو کښې پرله پسي د اوور لګيدو پيښو نه روستو صوبائي حکومت په هداياتو چائينز وفد پيښور ته رابللے شويدے،او په کوم بسونوچي اوور لګيدو پيښي مخي ته راغلي دي د هغي به تفصيلي جاج اخستے شي