بي اين پي مينګل پارټي او حکومتي وفد ترمينځ ملاقات شويدے

بي اين پي مينګل پارټي او حکومتي وفد ترمينځ ملاقات شويدے چې پکښې اختر مينګل په خله کولو لپاره حکومت د بي اين پي مينګل شپږ مطالباتو باندې عمل درآمد لپاره باقاعده کميټي جوړا کړي چې نوټي فيکيشن ئې هم جاري کړي
حکومتي وفد بي اين پي مينګل پارټۍ سره ملاقات کړې چې پکښې حکومتي وفد قيادت وزير دفاع پرويز خټک کوله
ملاقات دوران اختر مينګل او پرويز خټک ترمينځ ګيلې شويدي
ذرائع وائي چې حکومتي وفد اختر مينګل په خله کړيدے او په دې لړ کښې حکومت يو نوټي فيکيشن هم جاري کړيدے چې کوم د بي اين پي مينګل شپږ مطالباتو باندې عمل درآمد شروع کړي شي
نوټي فيکيشن کښې حکومت لخوا کميشن کښې وزير دفاع پرويز خټک او ډپټي اسپيکر قاسم سوري ارباب شهزاد شامل دي او بي اين پي مينګل لخوا سردار اختر مينګل ، ډاکټر جهانزيب جمالدايني ، آغاحسن بلوچ او ثناالله بلوچ شامل دي