بټ خيله کښې عوامى نيشنل پارټۍ د ګرانۍ خلاف مظاهره

بټ خيله کښي عوامي نيشنل پارټۍ د ملاماتي ګرانۍ په ضد احتجاج کړے دے او د ګرانۍ نوي لهر ئ مسترد کړے دے او غوښتنه ئ کړي ده چي عمران خان دي حکومت پريږدي ۔

د مالاکنډ سرښاربټ خيله کښې د عوامي نيشنل پارټۍ له خواه احتجاجي مظاهره وشوه چي پکښي په ګنړ شمير کښې خلکو ګډون وکړو مظاهرچيانو بينري او پلے کارډ پورته کړې وو چي پري د ګرانۍ په ضد نعري درج وے احتجاجي مظاهرے ته ضلعي صدراعجازعلي خان او نورو مشرانو خپله وينا کښې اووئيل چي حکومت د روزانه په بنياد بجټ جوړوي د کومي له کبله چي غربت نه بلکه غريب ختميږي هغوئ ذياته کړل چي حکومت په خپلو دعوو او وعدو کښې سل په سل ناکامه شوي دے که چري تحريک انصاف نورحکومت چلوي نو د ملک ديواليه کيدو انديښنه ده بائد چي حکومت اقتدار پريږدي