بې آر ټې منصوبه،سپريم کورټ د ايف آئې اے تحقيقات ادرولو متعلق حکم امتناع کښې توسيع کړې

بې آر ټې منصوبه،سپريم کورټ د ايف آئې اے تحقيقات ادرولو متعلق حکم امتناع کښې توسيع کړې

بې آر ټې منصوبه،سپريم کورټ د ايف آئې اے تحقيقات ادرولو متعلق حکم امتناع کښې نوره توسيع کړېده،سماعت پر مهال عدالت په منصوبه سوالونه پورته کړې،جسټس عمر عطا بنديال ريمارکس ورکړې چې عدالت به د منصوبې ځنې څيزونو جائزه اخلې
جسټس عمر عطا بنديال په سربراهۍ کښې د سپريم کورټ درې کيسزه بنچ پيښور کښې د بس رپيډ ټرانزټ منصوبې په حواله د کيس سماعت کړې،عدالت ايف آئې اے تحقيقاتو نه منع کولو متعلق حکم امتناع کښې نوره توسيع کړې ده،عدالت د خيبر پختونخوا وکيل مخدوم علې خان په درخواست سماعت ترنامعلومه وخته پورې ځنډولې دے،سماعت پر مهال جسټس عمر عطا بنديال ريمارکس ورکړې چې د خيبرپختونخوا حکومت په اپيل باندې تر ډير وخته پورے حکم امتناع جارې کول نه غواړو
عدالت په بې آر ټې منصوبه سوالونه پورته کړې،جسټس عمرعطا بنديال وئيلې چې تعميراتې ټهيکه ورکولو طريقه کار جائزه به اخلو ؟ګورو به چې آيا منصوبه کښې د مفاداتو ټکراؤ خو نيشته او منصوبه کښې د شوے غلطيانو ازاله څنګه شوے ده؟
جسټس عمر عطا بنديال ريمارکس کښې دا هم وئيلې چې منصوبې تکميل کښې د لم ليټ جائزه به هم اغيستې شي ،ګورو به چې صوبائي حکومت په نامکمله منصوبه خو اربونه روپۍ نه دې خرچ کړې؟دا به هم کتلې شې چې آيا بې آر ټې منصوبه د تيارۍ نه بغير خو نه ده شروع کړې شوے

blank