د بے درکه کسانو کيس سماعت دوران اسلام آباد هائيکورټ دفاع وزارت باندې د سختې غصې څرګندونه کړيده، عدالت وئيلي چې بے درکه شوې کسان خفيه ادارو سره نه دي، نو آخر چرته تلي، ژوندي دي او کنه مړۀ شويدي، او کنه په هوا کښې الوتې دي،جسټس ميا ګل حسن اورنګزيب وئيلي چې کوم کار نه کول وي، هغې د پاره کميټيانې جوړې شي،چيف جسټس عامر فاروق وئيلي چې راتلونکي سماعت باندې به لږ ساعت لپاره اټارني جنرل او عدالتي معاؤن واورو او بيا به فيصله ورکولې شي
د اسلام آباد هائيکورټ چيف جسټس عامر فاروق مشرې کښې بنچ د مدثر نارو پشمول نور بے درکه شوي کسانو بازيابۍ په اړه د کيس سماعت کړيدې
ايډيشنل اټارني جنرل عدالت ته اووئيل چې کابينې تير کال ديرشمې مئي باندې کميټي جوړۀ کړې وه، د کميټې اوسه پورې اته غونډې شوي او شپيته فيصده کار مکمل شويدې
جسټس مياګل حسن اورنګزيب اووئيل چې کميټيانو نه هيڅ نه جوړېږي، بے درکه کسان چرته دي؟ دې نه دې عدالت خبر کړې شي،چې کوم کار نه کيږي، هغې د پاره کميټي جوړۀ شي، دغه کميټي بيا پارليمنټ کښې چائے څکي او صرف په دې خپل ځان خلاص کړي چې ډېر بد شويدي
چيف جسټس عامر فاروق اووئيل چې اوسه پورې دې کيس کښې هيڅ پراګريس نه دې شوې، که لږ ډير پراګريس هم شوې وي، نو عدالت دې خبر کړې شي،
جسټس ميا ګل حسن اورنګزيب اووئيل چې د بے درکه کسانو کيس کښې رياستي مشينري ناکامه شوې، عدالت دې خبر کړې شي چې آيا بے درکه کسان وژلې شوي، او که نه ، اوس چرته دي او کوم حالت کښې دي ؟
عدالت د مقدمې نور سماعت اتم مارچ پورې ملتوي کړې اوچيف جسټس عامر فاروق وئيلي دي چې راتلونکي سماعت باندې به لږ ساعت لپاره اټارني جنرل او عدالتي معاؤن واورو او بيا به فيصله ورکولې شي