تحريک انصاف د ميرټ او شفافيت پاليسۍ باندې ګامزن دے،عمرايوب

تحريک انصاف د ميرټ او شفافيت پاليسۍ باندې ګامزن دے،عمرايوب

تحريک انصاف د ميرټ او شفافيت پاليسۍ باندې ګامزن دے ، د چيئرمين نيپرا په مشرۍ کښې نيپرا ته نور هم فروغ ميلاويدے شي ، د وفاقي وزير عمر ايوب تقريب ته خطاب، وائي چې توانائۍ سيکټر ته ډيز چيلنجز رامخې ته دي په کومه چې قابو موند ضروري دي او دا چې بلوچستان کښې به د سعودي عرب په مرسته پنځه سوه ميګاواټ سولر پلانټ لګولې شي
دا خبرې وفاقي وزير عمر ايوب اسلام آباد کښې يو سيمينار ته خپل خطاب کښې کړېدي
د عمرايوب وينا وه چې حکومت ته توانائۍ سيکټر کښې بهترۍ لپاره غوره اقدامات پورته کول دي او دا چې د صارفين شکاياتو جلد ازالې لپاره مؤثر نظام جوړولې شي
عمرايوب اووئيل چې تحريک انصاف حکومت د غريب اولس ژوند بهتر کولو لپاره شپه ورځ په ځان يوه کړې او هغه ورځ لرې نه ده چې د غريب اولس په ژوند کښې به بدلون راشي
عمر ايوب مخکښې اووئيل چې د چيرمين نيپرا تقرري هم په ميرټ شوي او د چيئرمين پيمرا په سربراهۍ کښې نيپرا مخې په وړاندې تلې شي
عمرايوب زياته کړې چې پاکستان کښې د توانائۍ شعبه کښې اربونو ډالرز سرمايه کارۍ مواقع موجود دي او هم دا وجه ده چې خلق پاکستان کښې سرمايه کاري کول غواړي