تخار ولايت کښې د تاجکستان يا روس جنګى الوتکو بمبارې په نتيجه کښې شپږ طالبان وژلې شوى دى

0
106

افغان دولتى چارواکو دعوې کړېده چې تخار ولايت کښې د تاجکستان يا روس جنګى الوتکو بمبارې په نتيجه کښې شپږ طالبان وژلې شوى دى ولې دواړو هيوادونو د افغانستان په خاوره د څه قسمه کاروائۍ رپورټونه مسترد کړى دى
د تخار د والى وياند جواد هجرى خبرى ادارو ته وئيلى دى چې تاجکستان پولې سره نزدې درقداولسوالۍ باندې د روس يا تاجکستان جنګى الوتکو بمبارى کړېده
د هغه وينا وه چې دا بمبارى د طالبانو او نشيه موادو د سمګلرانو په يو کلى شوېده چې په نتيجه کښې شپږ طالبان وژلى شوى دى
جواد هجرى زياته کړه چې د اتوار په ورځ دغه سيمه کښې د طالبانو او سمګلرانو ترمينځه د ډزو تبادله شوى وه چې له وجې ئې د تاجکستان دوه سيکيورټى اهلکار هم وژلې شوى وو او د دې په جواب کښې د روس يا تاجکستان جنګى الوتکو د ګل په ورځ سحر فضائى کاروائى کړېده
بلخوا د تاجکستان د سرحدى فورسز وياند او د روس دفاع وزارت د افغانستان په خاوره د څه قسمه کاروائۍ رپورټونه مسترد کړى دى