تخت بهائي کښي ايف ائي اے جعلي دوايانے جوړونکي فکټريانو دوه ملزمان ئي ګرفتار کړيدي

0
29
ايف آئي اے د سپريم کورټ حکم نه پس سکولونو فيسونو کښې اضافې پرضد کاروائي کړې

مردان ضلع تحصيل تخت بهائي کښي ايف ائي اے چارواکو لخوا جعلي دوايانے جوړونکي فکټريانو باندے چهاپي وهلي او دوه ملزمان ئي ګرفتاره کړيدي
د ايف ائي اے پيښور اعلي چارواکو سره د ډرګ انسپکټر مردان ضلع تحصيل تخت بهائي په علاقه مسکين آباد جلاله کښي جعلي دوايانےجوړونکي يو شمير فکټريانو باندے چهاپے وهلي او په دي موقعه ئي په لوئي کچ کښي مختلف برانډز جعلي دواياني برآمد کړيدي
ايف ائي اے لخوا جاري شوي پريس ريلز مطابق جعلي دوايانے جوړونکے مکروه دهنده کښي ککړ دوه ملزمان د چا نومونه چي رشيد خان او حضرت حسين ښودلي کيږ ي ګرفتاره کړي کوم چي تفتيش لپاره نامعلوم ځائي ته منتقيل کړي شويدي
ياده دي وي چي مردان ضلعي مختلف سيمو کښي جعلي دوايانے جوړونکے مکره دهنده کښي دي نه وړاندي هم يو شمير فکټري سيل کړي شويدي