ترجمان دفتر خارجه دراوانوار په مسئله موقف ورکولو نه ډاډه کړې

ترجمان دفتر خارجه دراوانوار په مسئله موقف ورکولو نه ډاډه کړې

د سوونو بے ګناه خلکو مبينه قاتل راوانوار باندې د امريکې لخوا لګولې شوې پابنديانو معامله،ترجمان دفتر خارجه ډاکټر فيصل راوانوار په مسئله موقف ورکولو نه ډاډه کړې،وائې چې دغه معامله عدالت کښې روانه ده،ترجمان دفتر خارجه دا هم وئيلې دي چې چرته ضرورت وې نو مونږ به د بهارت بائيکاټ کوو ،
ترجمان دفترخارجه ډاکټر محمد فيصل ميډيا ته هفته وار بريفنګ کښې وئيلې دي چې بهارت د شهريت متعلق متنازعه بل منظور کړې، دغه بل د انسانې حقوق خلاف ورزې ده،کشمير کښې هم مظالم جارې دې،
بهارتې فوج يوسل اووه ديرش ورځو راهسې د کشمير محاصره کړې ده،بهارت نه مونږ مطالبه کوو چې لاک ډاون دے ختم کړې،ګرفتار کشميريان دے رهاکړي او مواصلاتې نظام دے بحال کړې ،
ډاکټر فيصل وينا وه چې هارټ آف ايشيا کانفرنس په موقع وزير خارجه شاه محمود قريشې د بهارتې هم منصب د تقرير بائيکاټ کړې وو، چرته چې هم ضروت وې نو مونږ به د بهارت بائيکاټ کوو،
ترجمان دفتر خارجه د امريکې او طالبانو ترمينځه مذکراتو بحالۍ هرکلې کړې،وئيلې دې چې پاکستان افغان امن عمل لپاره سهولتکارې کوې، مونږ د افغان مسئلۍ سياسې او پرامن حل حمايت کوو،
ډاکټر فيصل د ډاکټر ناکامورا د وژلې هم غندنه کړې،وئيلې دې چې ناکامورا يو لوئے شخصيت وو،هغه د افغان اولس لپاره ډير خدمات ترسره کړي ،
د عمران خان غير ملکې دورو حوالې سره ډاکټر فيصل وينا وه چې وزيراعظم عمران خان د سعودې عرب دورې ته حتمې شکل ورکړې شوے دے،د وزيراعظم بحرين دورے حوالې سره به هم ډير زر تفصيلات جارې کړو