ترسو ټول متاثره کسان خپل کورونو ته نه وي تلي ترهغې به دريليف کار روان وي

سند صوبائي وزير شرجيل ميمن ويلي چې ترسو ټول متاثره کسان خپل کورونو ته نه وي تلي ترهغې به دريليف کار روان وي داوخت ګورنمنټ په لکهونو بے کوره شوي متاثرينو ته درے وخته ډوډۍ ورکوي، عمران خان په اړه هغوي ويلي چې عمران خان ددے ملک له پاره سيکورټي رسک جوړشوې هغه اول په ادارو دباؤ زياته وي او بيا ترې خپلې فائيدے ترلاسه کوي

Oتفصيلاتوترمخۀ کراچۍ کښې خبريالو ته خبروپه وخت سند صوبائي اطلاعاتو وزير شرجيل ميمن ويلي چې سند حکومت په تېر وختونو کښې په صوبه راغلي هرآفت کښې دخلقو سره مرسته کړې او هر ممکن ريليف ورکړې هغوي ويلي چې متاثرينو ته تروسه دوه لاکهه څلورديرشت زره درے سوه دېرشت مچهردانۍ ورکړې شوي چې ورسره دويشت لاکهه يوکم پنځوس زره شپږ سوه پنځه اويا راشن بيګونه شپږ لاکهه اته اتيا زره دولس مختلفو کورنو ته ورکړې شوي دي، چې ترسو ټول متاثره کسان خپل کورونو ته نه وي تلي ترهغې به دريليف کار روان وي شرجيل ميمن داهم ويلي چې داوخت ګورنمنټ په لکهونو بے کوره شوي متاثرينو ته درے وخته ډوډۍ ورکوي ددے سره سره ګورنمنټ دپاکو اوبو سپلائي جاري ساتلې او آر او پلانټ هم لګولي وي شرجيل ميمن زياته کړې چې دډينګي مخنوي په غرض دصوبے په کچ حکومت څلورڅلويښت ډينګي وارډونه جوړ کړې دي