ترقياتي فنډونو کيس: هائيکورټ د وزيراعلي خيبر پښتونخوا،وزيرخزانه او چيف سيکرټري نه جواب طلب کړيدے

پيښور هائيکورټ کښي د سرکاري ملازمينو ريټائرمنټ عمر زياتولو په ضد درخواست جمع کړې شوې

پيښور هائيکورټ دوه کسيزه بنچ د وزير خزانه لخوا په خپله حلقه کښې د دوه سوه دري اتيا ميلينه روپو د ترقياتي فنډونو په ضد دائر کړے شوي درخواست باندي د وزيراعلي خيبر پښتونخوا،وزيرخزانه او چيف سيکرټري نه جواب طلب کړيدے،
د پيښور هائيکورټ دوه کسيزه بنچ جسټس مسرت هلالي او جستس اشتياق ابراهيم د وزيرخزانه تيمور سليم جهګړا په ضد ورکړے شوي درخواست باندي سماعت کړيدے
په دي موقع د درخواست ګزارانو ثمر هارون بلوروغيره وکيل خوشدل خان ايډوکيټ ،عدالت ته اووئيل چي صوبائي وزيرخزانه په خپله حلقه کښې د ترقياتي کارونو لپاره دوه سوه دري اتيا ميلينه فنډونه جاري کړيدي،او نوري حلقي د ترقياتي او تعميراتي منصوبو نه محرومه دي
دخوشدل خان ايډوکيټ وينا وه چي په پيښور کښې د ثمر هارون بلور او د عوامي نيشنل پارټي نوري حلقي د فنډونو نه محرومه پاتي شويدي
عدالت د دغه فنډونوپه اړه د وزيراعلي خيبر پښتونخوا محمود خان ، وزيرخزانه تيمور سليم جهګړا او چيف سيکرټري نه جواب طلب کړے