ترهه ګرې مخنيوي عدالت د شوکت يوسفزئې ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړي

0
47
په درويشتم مارچ به د بي آر ټي افتتاح کيږي، شوکت يوسفزي

د اسلام آباد ترهه ګرې مخنيوي عدالت پي ټي وي او پارليمنټ حمله کيس کښې د خيبرپختونخوا وزير اطلاعات شوکت يوسفزئې پشمول د پي ټي آئي شپږويشت کارکنانو ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړيدي او د کيس سماعت ئي د اتويشتم مارچ پورې ځنډولې دي
پي ټي وي او پارليمنټ هاوس حمله کيس سماعت د اسلام آباد ترهه ګرې مخنيوي عدالت کښې شوي،عدالت مسلسل عدم حاضرې باندي د خيبرپختونخوا وزير اطلاعات شوکت يوسفزئې ناقابل ضمانت وارنټ ګرفتاري جاري کړي او د هغه د ګرفتارې حکم ئي ورکړيدې
عدالت د پاکستان تحريک انصاف نورو شپږويشت کارکنانو ناقابل ضمانت وارنټ ګرفتاري هم جاري کړې او د مقدمې اوريدنه ئي د مارچ مياشتې اتويشتمې نيټې پورې ځنډولې ده
عدالت کښې د وزيراعظم عمران خان او جهانګير ترين د بريت په دراخوستونو بحث اونه کړې شو ولي عدالت هغوي لخوا ورکړې شوي د حاضرې نه استثنې درخواست منظور کړيدي