ترهه ګر به خپل منطقي انجام ته ضرور رسولې شي: شهريار آفريدي

0
95
ترهه ګر به خپل منطقي انجام ته ضرور رسولې شي: شهريار آفريدي

وزير مملکت برائے داخله شهريارآفريدي اورماړه کښې د ترهه ګرۍ پيښې شديد الفاظو کښې مذمت کړے او وئيلي دي چې ترهه ګر به خپل منطقي انجام ته ضرور رسولې شي
خپل مذمتي بيان کښې وزير مملکت برائے داخله شهريار آفريدي وائي چې د ملک دښمنان پاکستان ته ايف اے ټي ايف او نور عالمي فورم باندې نقصان رسول غواړي خو ولې د بزدل ترهه ګرو دغه هسې دوي کله هم کاميابۍ ته نه پريږدي
شهريار آفريدي اووئيل چې ترهه ګرۍ پرضد دې سياسي جماعتونه او ادارې د حکومت مرسته اوکړي
شهريار آفريدي زياته کړې چې هغه ورځ لرې نه ده چې ترهه ګر به د جرړو نه ختمولې شي او خپل منطقي انجام ته به ئې رسوي