ترهګر به په هر صورت کيفر کردار ته رسول کيږي

ترهګر به په هر صورت کيفر کردار ته رسول کيږي

وزيراعلیٰ بلوچستان جام کمال او وزير داخله بلوچستان ضيا لانګو په جلا جلا بيانو کښي تربت کښې سيکورټي فورسز باندي د حملے مزمت او د افسوس اظهار کړی دی
وزيراعلیٰ بلوچستان جام کمال وئيلي چي سيکورټي فورسز د هيواد د دفاع لپاره لازوال قربانياني ورکوي او دسيکورټي فورسز په بدولت نن په صوبه کښې امن قائم دی ، ترهګر به په هر صورت کيفر کردار ته رسول کيږي ،
وزير داخله بلوچستان ضيا لانګو په جاري شوي بيان کښې وئيلي چي د ټول قوم همدردي دسيکورټي فورسز د شهيد شوو اهکارانو د کورنۍ سره ده ، ترهګر اصل کښې زموږ د نن او د مستقبل دښمنان دي ، د وران کارو او ترهګرو تر خاتمے پوري به سيکورټي فورسز ترهګرپرے نه ږدي