ترکمانستان صدر په دوه ورځنې سرکاري دوره اسلام اباد ته رارسيدلې

د ترکمانستان صدر قربان علي محمدوف د پاکستان په  دوه ورځنې سرکاري دوره اسلام اباد  کښې وزيراعظم هاؤس ته  رارسيدلې دے 
د اسلام آباد نور خان ائير بيس باندي وزيراعظم  ميا نواز شريف  د ترکمانستان صدر قربان علي محمدوف ته  تود  هرکلې وئيلي دي 
دروند ميلمه چي د خپل جاز نه بهر راغلو نو هغوي ته د يوويشت توپو سلامي ورکړے شوه او ماشومانو هغوي ته ګل دستې هم وړاندے کړې
پر دے موقع د سرښار اسلام آباد ميئر عنصر عزيز پشمول نور اعلي چارواکې  هم موجود وو