ترکى او امريکه د کابل ائيرپورټ په سيکورټى متفق

ترکى او امريکه د کابل ائير پورټ سيکيورټۍ ساتلو په اړه معاهدې ته رسيدلي دى،د ترکي صدر طيب اردګان بيان ترمخه د دواړو ملکونو دفاع وزيرانو په دې معامله خبرې اترې کړيدي او دواړه ملکونه د کابل ائير پورټ سيکيورټۍ په معاهده متفق شويدي،افغانستان نه د ناټو پوځ انخلا نه پس به د ترکي پوځيان د حامدکرزئۍ انټرنيشنل ائيرپورټ سيکيورټي ذمه وارۍ سنبهالوي او دې سلسله کښې به امريکنې حکومت هم د ترکې هر قسمه مرسته کوي

د ترکي صدر طيب اردګان لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې ترکي او امريکه د کابل ائير پورټ سيکيورټي په معامله معاهدې ته رسيدلي دي

بيان ترمخه د دواړو ملکونو دفاع وزيران استنبول کښې د کابل حامد کرزئۍ انټرنيشنل ائير پورټ سيکيورټۍ په معامله خبرې اترې کړيدي چې د هغې وروستو دواړه ملکونه په دې حواله په معاهده متفق شويدي

امريکني صدر جوبائيډن لخوا افغانستان نه يوؤلسم ستمبر پورې بهرملکي پوځ واپس رابللو اعلان وروستو ترکي حکومت مستقبل کښې  د کابل ائير پورټ سيکيورټي ذمه وارې سنبهالولو وړانديز کړي وو کوم چې امريکې او ناټو منلي وو

د ترکي دفاع وزارت ترمخه  افغانستان کښې موجود د ترکي پوځيان به د حامدکرزئۍ ائيرپورټ حفاظت کوي او دې سلسله کښې به امريکه او اتحادي ملکونه د ترکي مالي او لوجيسټيکي مرستې کوي