د ترک صدر رجب طيب اوردوان او د سعودي عرب باچا شاه سلمان شام کښي په عامې آبادې بمبارۍ باندې د سخت تشويش څرګندونه کړيده
د ترک صدر دفتر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د صدر رجب طيب اوردوان او د سعودي عرب باچا شاه سلمان ترمينځه د ټيلې فون دلارې خبرې اترې شويدي چي پکښې د شام پشمول د منطقې په نورو چارو د خبرو اترو بدلون شويدے
بيان کښې وئيلي شويدي چې دوانړو مشرانو شام کښې د روس او شامې پوځ لخوا په بمبارۍ د تشويش څرګندونه اوکړه او په عامې ابادۍ بمبارې اودرولو او ناکه بندي ختمولو غوښتنه ئي اوکړه
بيان کښې زياته کړے شويده چي دوانړو مشرانو د وسله وال تنظيم داعش پر ضد د کاروائي په اړه هم غور اوکړو