تر څو معيشت ټهيک شوى نه وى نو سرمايه کار تر هغې نه راځى: وزيراعظم

تر څو معيشت ټهيک شوى نه وى نو سرمايه کار تر هغې نه راځى: وزيراعظم

وزيراعظم عمران خان ډيجيټل پاکستان وژن دستورې ته وينا په موقع وئيلى دى چې ټوله توجو چې معيشت بهترۍ باندې ده او چې تر څو معيشت ټهيک شوى نه وى نو سرمايه کار تر هغې نه راځى ، اى ګورننس مونږ دپاره ډير ضرورى دې ، وزيراعظم اووئيل چې سرکارى محکمو کښې هم اى ګورننس سسټم جوړوم خو ډير مزاحمت راسره کيږى او چيلنجونو سره مې مخه ده خو چې کله چيلنجونه نه وى نو ژوند بيا بې معانى وى
اسلام اباد کښې ډيجيټل پاکستان وژن دستورې ته وينا په وخت وزيراعظم عمران خان وئيلى دى چې اوورسيز پاکستانيانو راته پوره معلومات نشته ولې چې په خپله مې هم دغه ژوند تير کړې او دا وخت ټوله توجو مې په معيشت بهترى باندې ده ځکه چې تر څو معيشت ټهيک شوې نه وى نو سرمايه کار تر هغې نه راځى
وزيراعظم ووئيل چې اى ګورننس سسټم مونږ ته پکار دې او غواړم چې په سرکارى محکمو کښې اى ګورننس سسټم جوړ کړم نو ډير زيات مزاحمت راسره کيږى
وزيراعظم زياته کړه چې چيلنجونو سره مې مخه ده خو چې کله چيلنجونه ختم شى نو بيا د ژوند مقصد ختم شى او اسانه لار کتونکى هميشه مشکلاتو سره بيا مخه وى
وزيراعظم عمران خان اووئيل چې نورو حکومتونو مصنوعى طريقې سره د روپو قدر قيمت برقرار ساتلې وو او زمونږ حکومت کرنټ اکاونټ خسارې باندې قابو راوستې ده
وزيراعظم اووئيل چې پنځه کاله به ما نه تاسو واورې چې کرنټ اکاونټ خساره څه شې او يا پنځه کالو نه پس به هر ماشوم ته هم پته وى چې کرنټ اکاونټ خساره څه شې دې