تعليم صوبائي وزيرشهرام خان ترکۍ ايجوکيشن چارواکو ته هدايات جاري کړيدي

تعليم صوبائي وزيرشهرام خان ترکۍ ايجوکيشن چارواکو ته هدايات جاري کړيدي چې د استاذانو د بهرتو عمل دې زر تر زره مکمل کړي،چي به ورسره نور دري ويشت زره استاذان د سسټم برخه شي،
د صوبائي وزيرتعليم په مشرۍ کې د محکمه تعليم جاري ترجيحي منصوبو حوالې سره جائزه اجلاس شوې،اجلاس کې وئيلي شوي چې د ډويژن په سطح د بهرتۍ ټيسټ حوالې سره متعلقه ډپټي کمشنران او ضلعي ايجوکيشن افسران دې سخته نګرانۍ کې د ټيسټ ذمه وارۍ تر سره کړې،او په بندوبستي ضلعو کې دې د ګريډ شپاړس لپاره د ليډرز سکول استاذانو ټيسټ په هر صورت د جون مياشت کې مکمل کړې شي،چې مقصد ئې هر يو کلاس ته د استاذ موجودګي لازمي کول دي، اجلاس ته تعليمي چارواکو وئيلي دي چې د موجوده استاذانو بهرتۍ عمل زياتره مکمل کړې شويدې او په مختلفو ضلعو کې ډيپارټمنټل سليکشن کميټو اجلاس هم شروع شويدي،او دا چې په ضم شوي ضلعو کې د پيرنټس ټيچرز کونسل په ذريعه د استاذانو عارضي بهرتۍ عمل هم مکمل کړې شوې