تفتيش دوران د ايف ائى اے افسرانو ما سره سپکه رويه ساتلې ، شهبازشريف

ن ليګى مشر ميا شهباز شريف ايف آئى اے باندي د زورونې  تور لګولي دے، شهباز شريف وائي چي دوران تفتيش ايف آئي اے افسرانو هغه سره سپکه رويه خپله کړي ده،ما د پنجاب اولس خدمت کړيدے او د پاکستاني شهري په ځيثيت زه د داسي روئے مستحق نه يم , بلخوا ايف آئي اے خپل ردعمل کښې وئيلي چې شهبازشريف هراسا کولو يا هغه سره د بدتميزې کولو سوال نه پيدا کيږي،ترجمان ايف آئي اے وائي چې شهبازشريف ته مو عزت ورکړي ولې هغه به د يو سوال جواب هم نه راکولو

مني لانډرنګ کيس،اپوزيشن ليډر شهباز شريف او حمزه شهباز ضمانت کښې توسيع لپاره لاهور سيشن کورټ ته وړاندے شوي دي ،سماعت پر مهال شهباز شريف عدالت کښي ايف آئي اے باندي د ځوروني الزام لګولے دے،وئيلي دي چي تفتيش دوران ايف آئي اے افسران ماسره سپکه رويه خپله کړے ده،ما پورے ئې خندا کړې ده،ما د پنجاب اولس خدمت کړيدے زه د داسي روئے مستحق نه يم ،شهباز شريف وينا وه چي نيب نه پس وس زما خلاف کيسونه ايف آئي اے ته سپارلي دي،ما خپل جوابونه او ټوله ريکارډ نيب ته سپارلے دے سيشن کورټ لاهور د شهباز شريف او حمزه شهباز عبوري ضمانت کښې دويم اګست پورې توسيع کړې ده، ايف آئي اے ئې د شهباز شريف او حمزه شهباز هراسا کولو نه منع کړے ده بلخوا ايف آئي اے خپل ردعمل کښې وئيلي چې شهبازشريف هراسا کولو يا هغه سره د بدتميزې کولو سوال نه پيدا کيږي،ترجمان ايف آئي اےوئيلي چې شهبازشريف ته مو عزت ورکړي ولې هغه به د يو سوال جواب هم نه راکولو