تهامس ويسټ او رينا اميري افغان خارجه وزير امير خان متقي سره خبرې کړي

افغانستان لپاره د امريکه خصوصي نمائندے تهامس ويسټ او د افغان زنانو حقوقو لپاره د امريکې ځانګړې استازې رينا اميري افغان خارجه وزير امير خان متقي سره خبرې کړي، چې پکښې هغوي په زنانو او جينکو باندې لګولې شوي بنديزونه، ترهه ګرۍ، او اقتصادي موضوعاتو په اړه خبرې کړې،
ټيلي فون د لارې خبرو کښې، تهامس ويسټ او رينا اميري، وئيلي چې نړیواله ټولنه افغان زنانو باندې لګولې شوي بنديزونو مخالفت کوي،هغوي ټينګار کړې چې جينکو ته بېرته سکولونو ته تلو اجازه دې ورکړې شي، او دغه رنګ زنانو ته دې هم کار او ګرځېدو اجازه دې ورکړې شي، افغان خارجه وزير امير خان متقي امريکي استازو سره خبرې يو مهم پرمختګ بللې، هغه وئيلي چې افغانستان کښې بينکاري نظام فعال دې، د افغان کرنسي قدر برقرار دې، او افغان مېرمنې د حجاب حکم سره هيڅ ستونزه نه لري، متقي دا هم وئيلي چې افغان زنانو حجاب عملي کولو سره تعليم، صحت، پاسپورټ، او ځينو نورو شعبو کښې خپل خدمتونه وړاندې کولو سلسله جاري ساتلې، دې نه علاوه افغانستان کښې په نشائي توکو هم بنديز لګولې شوي