تيراه وادې کښې بمباري کښې لس وسله وال مړه شوي

0
76

د پوځ جنګي الوتکو د خيبر ايجنسې تيراه وادې کښې د ترهه ګرو په سنګرونو بمباري کړيده چي پکښې لس وسله وال مړه او يو شمير ژوبل شويدي،بمبارې کښي د وسله والو څلور سنګرونه هم تباه کړے شويدي
سيکيورټي سرچينو نه ترلاسه شوي معلوماتو له مخې د پاک پوځ جيټ الوتکو د خيبرايجنسې تيراه وادې کښې کوکي خيل سيمه په نښه کړيده
سرچينې دا هم وائي چي د جنګي الوتکو بمبارې کښې لس وسله وال وژلي شويدي
سرچينو زياته کړيده چي کارروائي کښي يوشمير وسله وال ژوبل شوي هم دي او د هغوي څلور سنګرونه تباه کړي شويدي