تيره هفته افغانانو لپاره د نورلس کلن جنګ دوران د ټولو خونړۍ هفته ثابت شوي

تيره هفته افغانانو لپاره د نورلس کلن جنګ دوران د ټولو خونړۍ هفته ثابت شوي

دوحه مذاکرات او افغان حکومت او طالبانو ترمينځه قيديانو تبادلې عمل باوجود افغانستان کښې د تشدد لهر قابو نه شو،تيره هفته افغانانو لپاره د نورلس کلن جنګ دوران د ټولو خونړۍ هفته ثابت شوي چې پکښې دوه سوه يو نوي سيکيورټي اهلکار او يوسل اتويشت افغانان وژلي شويدي
د افغان امنيت شورا ترجمان جاويد فيصل لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې تيره هفته د افغان نورلس کلنې جهګړۍ د ټولو زياته خونړۍ هفته وه
بيان ترمخه طالبانو په افغان فورسز او افغانانو باندې خپل بريدونه سيوا کړيدي او تيره هفته مختلفو حملو او بمي چاودنو په نتيجه کښې دوه سوه يو نوي افغان سيکيورټي اهلکار مړه او پنځه سوه پنځوس ژوبل شويدي
بيان کښې زياته کړي شويده چې طالبانو تشدد کښې د کمي لوظ کړي وو ولې د دې باوجود ئې تير اووه ورځو دوران د هيواد په مختلفو برخو کښې يوسل اته څلويښت افغانانو ته مرګ ژوبله اړولي ده

blank