تيره ورځ پوليو واقعه کښي سياسي تنانو اثررسوخ ښکاره کيدو اثرات ميلاو شوي دي

0
35

اطلاعاتو صوبائي وزير شوکت يوسفزئي وئيلي چي تيره ورځ پوليو واقعه کښي سياسي تنانو اثررسوخ ښکاره کيدو اثرات ميلاو شوي دي د دے په ضد تحقيقات کولو نه پس به زمه وارو ته سخته سزا ورکولے شي او اولس ته دا اپيل دے چي واقعے ته سياسي رنګ ورکولو څخه ډډه اوکړے شي،
د خيبرپختونخوا اطلاعاتو صوبائي وزير شوکت يوسفزي دا خبرے ميډيا سره کړي او ويلي چي پيښور کښي پوليو کيسسز راتلو له وجي يو سکول نه شروع کيدونکي ډرامے ټول ښار په خپله ولقه کښې واخيستو او پينځويشت زره نه سيوا ماشومانو والدينو ده خپلے ويرے له وجي خپل ماشومان هسپتالونو ته راوستي وو
هغوي زياته کړے چي تيره ورځ ټوله پوليو ډرامه د يو منظم سازش لاندے شوے وه خو حکومت ريسکيو او نور سروسسز سره په ګډه اولس ته مو سهوليات په وخت ورکړل
شوکت يوسفزي اويل چي بي ايچ يو ته اور اچولو والا پيژندګلو به ډير زر وکړے شي او دا واقعے مرکزي کردار نذر محمد مو يوے ورځے لپاره ريمانډ باندے جيل ته استولے دے
شوکت يوسفزئي زياته کړه چي اولس ته مو ده اپيل دے چي واقعے ته سياسي رنګ نه ورکوي او دے واقعه کښي سياسي تنانو اثررسوخ ښکاره کيدو اثرات هم ميلاو شوي او دے ضد به تحقيقات کوو او تحقيقات کولو نه پس به زمه دارو ته سخته سزا ورکولے شي
په دے موقع هيلته سيکرټري فاروق جميل اويل چي پوليو دوه نوي کيسونو زمه دار هم هغوي والدين دي او ده هيهودي ايجنډے خبره کونکي خپلو بچو ته پيي او بسکټ غيرملکي ورکوي ۔هغوي زياته کړه چي داسے قيسمه واقعے په نړيوال کچ ملک ساکهه خرابولو وجه جوړيږي