تيرو لس مياشتو کښي د ملک معيشت تباه کړې شو،وزيراعظم له د خبره هم کول پکار وو

مريم اورنګزيب

عمران خان له پکار وو چي د خپلې نالائقې خبره ئي هم کړې وے،واشنګټن کښې د وزيراعظم په خطاب د مسلم ليګ ن ترجمانې مريم اورنګزيب ردعمل،وائي چي تيرو لس مياشتو کښي د ملک معيشت تباه کړې شو،وزيراعظم له د خبره هم کول پکار وو
د واشنګټن کيپټل ايرينا کښې جلسې ته د وزيراعظم عمران خان په خطاب د مسلم ليګ ن ترجمانې مريم اورنګزيب په ټويټر خپل ردعمل ورکړې،خپل ټويټ کښې مريم اورنګزيب په عمران خان سخت تنقيد کړې او وئيلي دي چي وزيراعظم له پکار وو د خپلې نالائقې ذکر ئي هم کړې وے،دا ئي هم په ډاګه کړې وے چي تيرو لس مياشتو کښې د ملک معيشت تباه کړې شوې او ملک آئي ايم ايف ته حواله کړې شويدې
مريم اورنګزيب زياته کړيده چي وزيراعظم خپله خو د اتلس جعلي اکاونټونو حساب ورکولو ته تيار نه دې او د اپوذيشن د احتساب خبره کوي