تير څو کالو دوران شپږ سوه نه سيوا غير ملکيانو ته پاکستاني شهريت ورکړې شويدې

0
33

تير څو کالو دوران شپږ سوه نه سيوا غير ملکيانو ته پاکستاني شهريت ورکړې شويدې ، داخله وزارت وائي چې ټولو نه زيات څلور سوه يو شپيته بهارتي وګړو ته پاکستان کښې شهريت ورکړې شوې دې
د داخله وزارت طرف نه جاري شوې يو بيان ترمخه تير څو کالو دوران شپږ سوه پنځه دير ش غير ملکيانو ته پاکستان کښې شهريت ورکړې شوې او دې لړکښې يو سل پنځوس درخواستونو باندې فيصله کول لا پاتي دي
بيان کښې وئيلي شوي چې ټول نه ټولو نه زيات څلور سوه يو شپيته بهارتي وګړو ته پاکستان کښې شهريت ورکړې شوې دې
دغه رنګ دري څلويښت افغانيانو،دوه ويشت سري لنکن،څوارلس بنګاليانو ته هم پاکستان کښې شهريت ورکړې شويدې
دې نه علاوه دولس فلپائنيانو،پنځلس برطانوي،لس امريکنيانو او د کينيډا،جاپان او مصر څلور څلور وګړو ته هم پاکستاني شهريت ورکړې شويدې