تيمرګره کښ ده پيپلز پارټئي د آصف زرداري ګرفتارئي په ضد احتجاج کړي

تيمرګره کښ ده پيپلز پارټئي د آصف زرداري ګرفتارئي په ضد احتجاج کړي

کو زدير تيمرګره کښ ده پيپلز پارټئي کوزدير ده سوري لاندي ده پخواني صدر آصف زرداري ده ګرفتارئي په ضد احتجاجي مظاهره شوي .چه پکښ مظاهره چيانو ده نيب او حکومت په ضد اوزرداري په حق چغے اويستے.
ګورګورئي چوک تيمرګره کښ مظاهره چيانو ته ده وينا په وخت پخواني وفاقي وزير نجم الدين خان .ملک عظمت خان بخت بيدار خان .عالم زيب وکيل او نورو اوئيل چه ده آصف علي زرداري نيول احتساب نه انتقامي کاروائي ده اوپه دے آړ کښ اتلسم تر ميم ته چل دے
دوئي اوئيل چه ده حکمرانانو ده غلطو معاشي پاليسو په وجه په ملک کښ ګراني.بے روزګاري انتها ته رسيدلي ده ډالر په بره روان دے او حکمرانان ده مخالف ډلو ده مشرانو په ضد انتقامي کاروايانے شروع کړي دي.
دوئي زياته کړه چه ده پيپلز پارټئي جهګړه ده عمران خان سره نه هغه ده مالکانو سره ده .او په دے سلسله کښ ده پيپلز پارټئي کارنا ن رواتي دي چه ترسو موجوده حکومت ختم شوے نه يئي نو دوئي به په قلار نه شي