ثمر هارون بلور وئيلي چي سليکټډ وزيراعظم د ټولي صوبي په حقوقو قبضه اچولي ده

ثمر هارون بلور وئيلي چي سليکټډ وزيراعظم د ټولي صوبي په حقوقو قبضه اچولي ده

د عوامي نيشنل پارټۍ صوبائي ترجماني ثمر هارون بلور وئيلي دي چي نواز شريف د يو اقامي په وجه حکومت نه لاسون اووينځل خان صاحب دي او وائي چي د مشيرانو بهر ملکي شهريت باره کښې د دوي څه خيال دے،وائي چي اجمل وزيريو مخصوصي کمپنئ ته د کورونا اشتهارات ورکړي وو او په بدله کښې هغه نه د قربانۍ ګډورے جوړ کړے شو
پيښور باچا خان مرکز کښې د عوامي نيشنل پارټۍ صوبائي ترجماني ثمر هارون بلور پريس کانفرنس دوران په حکومت سخت تنقيد کړيدے،
ثمر بلور وئيلي دي چي ضرورت څه وو چي سليکټډ وزيراعظم راوستے شو هغه د ټولي صوبي په حقوقو قبضه اچولي ده
وزيراعلي محمود خان خو هر وخت غلے وي او د صوبي د حقوقو په باره کښې خبره هم نه کوي،
اے اين پي صوبائي ترجماني دا هم وئيلي چي عوامي اختياراتو باندي ډاکه اچولو دپاره عمران خان راوستے شويدے،اودا چي د کورونا په اړ کښې قانون سازي جاري ساتلے شوي،اخر دا حکومت چلوي څوک؟
ثمر بلور زياته کړې چي حکومت دي خپلي وعدي پورا کړي بلدياتي انتخابات دي زر تر زره اوکړې شي،او دا چي موجوده حکومت د تاريخ ناکام ترين حکومت دے، بهر نه خلک راوستلو په ځائے دلته خلک بے روزګاره کړے شول،