جامعته الازهر هم پيښو ر پوليس لائنز کښې دننه په جماعت باندې د حملے مذمت کړے،پخپل يو بيان کښې ئي وئيلي چې دا يو ډير ګمراه کن او غير اخلاقي کار شوے،يوه عبادت ګاه او د الله کور په نښه کول،يا ئې تقدس پامالول د اسلامي تعليماتو،د انساني او اخلاقي اقدارو خلاف ورزي ده
جامعته الازهر پخپل بيان کښې زياته کړې چې صرف ګمراه،د اسلامي تعليماتو او اقدارو نه خالي خلک داسي حملے کولے شي،جامعته الازهر د حکومت پاکستان او متاثره خاندانونو سره د تعزيت او همدردۍ اظهار کوي،د الله تعالي نه دعاګوه يو چې د شهيدانو درجے اوچتي کړي او زخميانو ته کامله او عاجله شفا ورکړي