جان کربي ډرون حمله کښې د ايمن الظواهري وژنه د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د امريکې مهمه کاميابي ګرځولي

د امريکې قامي سلامتيا کونسل ترجمان جان کربي ډرون حمله کښې د ايمن الظواهري وژنه د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې د امريکې مهمه کاميابي ګرځولي ده، جان کربي وائي چې په کابل ډرون حملې نه ثابت شوه چې امريکه به افغانستان د ترهه ګرو مرکز جوړيدو ته پرينږدي بايدچې طالبان دوحه تړون کښې شوي خپلو وعدې پورا کړي او ترهه ګر تنظيمونو سره دې رابطې ختم کړي
واشنګټن کښې پريس کانفرنس ته وينا په وخت جان کربي وئيلي دي چې په کابل ډرون حملې ثابته کړيده چې افغانستان د القاعده لپاره محفوظ ځائې نه دے او نه به آئنده لپاره ترهه ګر ډلې د افغانستان په خاوره بيا منظم شي د هغه وينا وه چې د ترهه ګر ډلو مشرانو خلاف کارروائۍ په حواله امريکې خپله وعده پورا کړېده او دا مو ثابته کړه چې افغانستان کښې د امريکني پوځ عدم موجودګۍ باوجود هم امريکه د نړۍ د ټولو لوئې دهشت ګرد وژلي شي جان کربي په طالبانو زور راوړېدے چې دوحه کښې شوي معاهده باندې دې عمل درآمد يقيني کړي او نړي وال ترهه ګر ډلو سره دې خپلې اړيکې ختم کړي